د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفرونه ترسره کړل

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۵۸

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد رسول حنفي چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله د میرزکه، سیدکرم، احمدآباد، وزې ځدراڼ، ګرده څېړې او شواک ولسوالیو ته درې ورځني سفرونه ترسره کړل، نوموړي د مجردو شهیدانو کورنیو غوښتنې او اړتیاوې له نږدې واوریدلې او ورسره یې نغدي مرستې ترسره کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یادو ولسوالیو ته د سفر پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی او د کور په کور سروې بهیر له نږدې و ارزوه، د چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې، څو مستحقو کسانو ته پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

همداراز نوموړي د یادو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره هم وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د پخوا په څېر دې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې او دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵). . .

BACK TO NEWS