د پروان او کاپيسا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو لپاره نوي آمرین معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۱۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي شمس الرحمن حقاني چې تر دې وړاندې یې د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر په توګه دنده ترسره کوله، د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه معرفي شو، او همداراز محترم خان افضل چې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر په توګه په دنده بوخت وو، د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پېل وکړ.

د یادو آمرینو د معرفي په غونډه کې د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي ګل خان ګل محمد او اړوند کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي عبدالاحد سعد د معرفي په غونډه کې نوي آمرینو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS