د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۱:۴۴
mmd

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په جوړه شوې غونډه کې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ښو او مؤثرو خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د کارکوونکو څخه یې وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS