د هرات ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په لويدیځ زون کې د سره صلیب د اورتوپيدي مرکز څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۰
mmd

د هرات ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاوالدين سعد چې د یاد رياست د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم ملا عبیدالله حقیار یې ملتیا کوله، د لويديځ زون د سره صلیب د اورتوپيدي مرکز څخه یې ليدنه ترسره کړه.

د دې ليدنې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د مصنوعي غړو د چمتو کولو په برخه کې د معلوليت لرونکو وګړو پر وړاندې شته ستونزې د ياد مرکز له مسؤلینو سره شریکې کړې.

په ورته وخت کې د دې مرکز مسؤلینو هم معلولینو ته د مصنوعي غړو د جوړولو او هغوی ته د نورو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS