د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د ارزونې په موخه د دلارام ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۱۳

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میر احمد منیر د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د ارزونې په موخه، د دلارام ولسوالۍ ته سفر وکړ، د یاد سفر پر مهال نوموړي د شهیدانو او معلولینو له ګڼو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

همداراز محترم مولوي میر احمد منیر د هغې کورنې پوښتنې او لیدو ته ورغی، چې څلور غړي یې شهیدان شوي وو، د یادې کورنې له مشر محترم حاجي صالح محمد آقا سره یې خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، له نوموړي سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه، او ډاډ یې ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست به د شهیدانو ورثه وو، د ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS