د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍکې مستحقو کورنیو لپاره د کورونو د جوړولو چارې پېل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۲
mmd

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري او د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د (۹) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو لپاره د مناسبو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک، د بټي کوټ ولسوالۍ، ولسوال محترم قاري محمد یاسر، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت استازو هر یو محترم محمد فاروق ځلاند او محترم انجنیر اجمل هوډمن، همداراز د اچ اچ، آر ډي نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مسؤل محترم ذبیح الله شیرزاد شتون درلود.

د دې پروژې په پلي کیدو سره به هر مستحق ته د (۳۲۶۰) امریکایي ډالرو په ارزښت کورونه جوړ شي، چې هر کور به یوه کوټه، یو پخلنځی، یو تشناب او یوه برنډه ولري، په دې سره به د یتیمانو او کونډو د سرپناه ستونزې هوارې شي او هغوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په یاد پروګرام کې مستحقو کسانو د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د هغوی ستونزو ته یې پاملرنه کړې.

 همداراز د مؤظف هیئت له لوري د یادې  مؤسسې مسؤلینو ته د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS