د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینوچارو په ریاستونو کې د لمریزې بریښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۳:۴۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیتابیس او معلوماتو ریاست لخوا په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو ته د پاور بانک جوړولو په موخه د لمریزې بریښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یادو لمریزو بریښنايي سیسټمونو په مجموعي ډول(۶۸۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راغلی چې هر ریاست ته به (۵۵۰۰) واټه انرژي تولید کړي.

یاد سیسټم د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو ته د برېښنايي انرژۍ د کموالي د ستونزو له منځه وړلو په موخه رامنځته شوی تر څو په الکټرونیکي سیسټم کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت پر مهال د مراجعینو او کارکوونکو د وخت له ضایع کېدو او د ثبت په چارو کې د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابیس او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ کال کې په پام کې لري چې  نوی الکټرونیکي سیسټم د هېواد نورو پاتې ولایتونو ته وغځوي او هغه ولایتونه چې د برېښنا انرژۍ له کموالي سره مخ دي، ژر تر ژره لمریز برېښنايي سیسټمونه ورته فعاله کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۳۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د شپږ ډوله خوراکي توکو ترڅنګ، د اختر لپاره جامې او یو اندازه نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۷
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښۍ رسیدګۍ په موخه د سیلاب خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې. . .

BACK TO NEWS