د نظامي شهیدانو او معلولینو وارثانو د اسنادو طی مراحل لپاره نوې کړنلاره جوړه شوه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۹:۲۹
jj

د نظامي شهیدانو او معلولینو وارثانو د اسنادو طی مراحل لپاره نوې کړنلاره جوړه شوه

چهارشنبه، د لیندۍ ۲۶مه، کابل- افغانستان

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د رسېدنې کمېټه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري خپله نوبتي ناسته وکړه.

په پيل کې د ملي امنیت سلاکار د نظامي قربانیانو د کورنیو د ملاتړ، اهمیت او خاصې توجه په اړه سپارښتنې وکړې او د نوې کړنلارې په مورد کې يې د اړونده ادارو مسوولانو ته د ژر عملي کولو لارښوونه وکړه، دغه راز يې په دې هکله له هغوی وغوښتل چې زياته همغږي وکړي.

ډاکټر محب وويل، د نظامي شهيدانو او معلولينو د کورنيو د ملاتړ لپاره بايد دا کمېټه لا زيات کار وکړي او د اسنادو د طی مراحل کولو د نوې کړنلارې د عملي کېدو نظارت ته او په دې برخه کې دې پېښېدونکو ستونزو ته پاملرنه زياته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS