د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې د کابل برکي ځانمرګي پيښې د شهيدانو وراثينو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۸:۴۹
ds

د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې د کابل برکي ځانمرګي پيښې د شهيدانو وراثينو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل

نن چهارشنبه د کب په ۱۳مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندي کوونکي معينيت مرستیالې جميلې نورستانۍ د کابل برکي ځانمرګي پيښې شهيدانو وارثينو سره وکتل او هغوی ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

په پيل کې آغلې د شهيدانو روحونو ته د دوعا او وارثینو ته د تسليت وړاندې کولو ترڅنګ زياته کړه، چې موږ ټول د يو برخليک خلک يو او په ګډه به له دې بد وضعيته د وتلو هڅه کوو.

همدارنګه آغلې نورستانۍ له دې پيښې د اغيزمنو کورنيو سره پر مرستو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له نړيوالو موسسو سره به په همکارۍ له يادو کورنيو سره د اړتيا وړ مرستې کوي او د هغوی ستونزو ته به رسيدنه کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS