د معلولینو او شهیدانو ورثې د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې پروسه کې روڼتيا بنسټیز اصل دی

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۲۶
ss

د معلولینو او شهیدانو ورثې د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې پروسه کې روڼتيا بنسټیز اصل دی

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د کابل ولایت د شهیدانو ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې کمېټې غړو سره وکتل.

د یادې کمېټې غړو په اسنادو او وثیقو کې د نيمګړتياوو، ناسمو معلوماتو او نورو ستونزو يادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلو پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ وویل، چې اړونده چارې یې وزارت سره په همغږۍ، همکارۍ او د روڼتیا پر اساس ترسره کړي او د څېړنې ډېره برخه بشپړه شوې ده.

ښاغلي آریوبي د کمېټو د غړو کاري همغږي او لاسته راوړنې مهمې وګڼلې وویل، چې کمېټه باید خپلې چارې نورې هم چټکې کړي، تر څو قانوني او غیر قانوني اسناد سره جلا او بشپړه روڼتیا رامنځته شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د یادې کمېټې غړي د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې برخو کې خپلواک دي او هیڅوک یې په چارو کې لاسونه نه شي کولای.

ښاغلي آریوبي تاکید وکړ، چې د هر اړخیزې همغږۍ سربېره باید دغه بهیر کړندی شي، څو مستحقو خلکو ته یې حقوق پر وخت ورکړل شي. زیاته یې کړه چې کمېټې سره هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه ډول کمېټې د جمهور رییس په حکم د مرکز په ګډون ټولو ولایتونو کې رامنځته شوي دي او د دې وزارت سربېره پکې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او د مرکزي احصایې او معلوماتو ادارې استازي شامل دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS