د معلولیت ملي ستراتیژۍ مسوده باندې بحث وشو

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۲:۲
بی

د معلولیت ملي ستراتیژۍ مسوده باندې بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې، د معلولیت ملي ستراتیژي (2020-2030) باندې بحث وشو.

په پيل کې، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د معلولیت ملي ستراتیژي تر ټولو مهم ملي سند وګاڼه او زیاته یې کړه، چې په راتلونکو لسو کلونو کې ددې ستراتيژۍ د پلې کيدو په صورت کې به د معلولیت لرونکو وګړو ډیرۍ ننګونې او ستونزې حل شي.

دا ستراتیژي د اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ او همکارۍ رامینځته شوې او په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، ورزشي او کلتوري برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو ټولنيز ګډون او پیاوړتیا په برخو کې اغيزناکې او مهمې ۱۵ کاري موخې لري.

همدارنګه په کليدي سکټورونو او برنامو کې د معلولیت لرونکو وګړو شاملول، د معلولیت لرونکو وګړو ځواکمنتیا او ټولنیز ګډون او په حکومتدارۍ کې همغږي او څارنه له بنسټيزو فعاليتونو څخه دي، چې پر بنسټ يې دا ستراتیژي رامینځته شوې ده.

ټاکل شوې، چې ياده ستراتيژي به په نږدې راتلونکي کې د کابینې غونډې ته، د ولسمشر لخوا د منظورۍ په موخه وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې، د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې معاونيت مرستيالې جمیلې نورستانۍ او د وزارت نورو چارواکو ګډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS