د مراجعینو د کاري پروسو څخه لیدنه وشوه

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۱۱:۵۳
۱

د مراجعینو د کاري پروسو څخه لیدنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاعلي وحیدالله صافي د اړوند ریاست د کارکوونکو له کاري بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي صافي خپلو د اړوند ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې مراجعینو سره له پخوا لا زیات ښه سلوک وکړي، زیاته یې کړه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ټول مراجعین دردیدلي، زیانمن شوي او د شهیدانو او معلولینو د کورنۍ غړي دي.

نوموړی لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو کارونه باید په شفاف او چټک ډول ترسره شي او د دوی د وخت د ضایع کېدو سبب نه شي. نوموړي ټولو مراجعینو ته ډاډ ورکړ، چې حقوق به یې د ستونزو په نه شتون کې په خپل وخت ورکړل او نورو ستونزو ته به یې هم رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS