د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې له مرکز څخه (۱۰۰) تنه یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱۷

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري پنځه میاشتې وړاندې د (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو، موټر او د موټرسایکلونو د ترمیم برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو، چې د پروګرامونو له بشپړیدو سره سم یادو کسانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس، د ډېټابېس او معلوماتي سیسټم رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې استازي محترم انجنیر شاکر الله امین او یو شمېر آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د فني او حرفوي زده کړو د فارغ شويو کسانو په فراغت غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په خپلو ویناوو کې د علم او فن ارزښت او لوړ مقام ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: معلولین او یتیمان هېڅکله کمزوري او ناتوانه نه دي، بلکې هغوی کولای شي له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه د پوهې او مهارتونو په زده کړه کې ګټه واخلي، په دې توګه به، په ټولنه کې د درناوي وړ ځای ومومي، اقتصادي خپلواکۍ ته به ورسېږي او د حلال عاید له لارې به د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

هغه همداراز د دې پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې د مسؤلینو  او د فني او حرفوي زده کړو د استادانو له هلو ځلو څخه هم قدرداني وکړه.

په دې پروګرام کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو چارو رئیس، د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په رڼا کې د حلال رزق په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل: غوره رزق او روزي هغه ده چې انسان یې په خپلو لاسونو وګټي، ځکه حلال عاید انسان ته عزت او درناوی وربښي.

نوموړي زیاته کړه: که څه هم څو لسیزو جګړو زموږ هېواد ته درانه زیانونه اړولي دي، خو اوس د اسلامي نظام په برکت د زده کړو او د کار لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی. نو هر څوک باید خپل ویده استعدادونه راویښ کړي او د مهارتونو په زده کړه کې یې وکاروي، څو د ځان او د ټولنې لپاره ګټور تمام شي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي په پای کې له فارغانو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې عدالت، اخلاص او انصاف مراعت کړي، څو د ژوند په ټولو برخو کې په ځان بسیا او بریالي شي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو  او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د روزنیز پروګرام د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې دا مهال (۲۳۰) تنه یتیمان او معلولین په بېلابېلو برخو کې په مسلکي او حرفوي زده کړو بوخت دي. نن د خوښۍ ځای دی چې (۱۰۰) تنو یې خپلې زده کړې بشپړې کړې او فارغ شول. همدارنګه (۱۰۰) تنه نور د کمپیوټر او (۳۰) تنه د خیاطۍ په برخه کې اړینې زده کړې ترلاسه کوي.

نوموړي له خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو وغوښتل چې د یاد مرکز سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، تر څو د حرفوي زده کړو شمېر زیات شي او لا ډېرو یتیمانو او معلولینو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

همداراز د دې روزنیز پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې استازي محترم انجنیر شاکرالله امین د یادې مؤسسې د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: له نېکه مرغه یادې مؤسسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډیری شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې وړاندې کړي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې (۹۴۰۰۰) کسان له دې مرستو څخه برخمن شوي دي.

 

د دې پروګرام په ترڅ کې د برېښنایي وسایلو د ترمیم برخې زده کوونکو هم خپل اختراع شوي وسایل نندارۍ ته وړاندې کړل، په دې کې د کالیو مینځلو ماشین او یخچال چې د سولري برېښنا په وسیله کار کوي او یوه بادپکه چې د ایرکنډیشن په څېر د خونو د تودوخې او یخنۍ د برابرولو وړتیا لري.

محترم مولوي کلیم الله افغان د زده کوونکو د دې نوښتونو ستاینه وکړه او هغوی يې وهڅول چې په فني او حرفوي برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او نور  نوښتونه هم وښيي.

د پروګرام په پای کې یاد شویو زده کوونکو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل او ابزار هم په واک کې ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د څارنې او ارزونې ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې له مرکز څخه (۱۰۰) تنه یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري پنځه میاشتې وړاندې د (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدين صاحبزاده،. . .

BACK TO NEWS