د شهیدانو وارثینو سره د نغدي مرستې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۱
عکس

د شهیدانو وارثینو سره د نغدي مرستې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د (FRDO) موسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک نن (د تلې ۲۹) د دې وزارت د غازي آمان الله خان د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي ذبیح الله اسحاقزي او د یادې موسسې د مسولې آغلې شریفې همراه له لوري په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د دواړو بنسټونو استازو هم ګډون درلود.

ښاغلي اسحاقزي خوښي وښوده، چې د شهیدانو وارثینو د خدمت او ملاتړ په موخه یو بل ګټور ګام پورته کوي او د(ایف آر ډي آو) موسسې سره د همکارۍ یو بل هوکړه لیک لاسلیکوي. نوموړي د یادې موسسې استازو ته له نورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو په برخه کې د دې وزارت له لوري د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

د ایف آر ډي او موسسې مسولې آغلې شریفې همراه د هوکړه لیک پر څرنګوالي او د دوی د موسسې له خوا د شهیدانو وارثینو ته د نغدي مرستو د وېش پر مېکانېزم خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې یاده موسسه دا مرستې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په همکارۍ تر راتلونکو دریو میاشتو پورې ترسره کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS