د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ټولو ټېلفوني اړیکو ته باید پر وخت ځواب وویل شي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۰:۵۷
mmd

د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ټولو ټېلفوني اړیکو ته باید پر وخت ځواب وویل شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د قرنطین مودې غځېدو او وزارت ته د مراجعینو پر راتګ د محدودیت له کبله د وزارت د اړیکو مرکز (کال سنټر) څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي آریوبي په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس له کبله د ګرځبندیز او اداراتو ته د مراجعینو د نه لاسرسي په تړاو د اړیکو مرکز کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ټولو ټېلفوني اړیکو ته پر وخت او سمه توګه ځواب ووایي او ستونزې او غوښتنې یې له مسولینو سره شریکې کړي. ښاغلي آریوبي د اړیکو مرکز کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د مراجعینو د اړیکو پر وخت ځوابولو لپاره دې، منظم کاري مېکانېزم جوړ کړي، تر څو د شهیدانو د کورنیو او معلولین اړیکو ته په دوامداره او منظمه توګه رسېدنه وشي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اړیکو مرکز ټولې چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه رسماً پرانیسل شي.

د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي وګړي کولای شي د وزارت له مسولینو سره د خپلو ستونزو او غوښتنو د شریکولو لپاره (۷۱۷) شمېرې سره اړیکې ونیسي او وزارت ته له راتلو پرته خپلې ستونزې د ټېلفون له لارې شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS