د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقینو ته خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۲۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

یادې مرستې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست محترمو استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS