د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقینو ته مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۳۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د (۳۳۵۰) افغانيو په ارزښت د اختر لپاره جامې، بوټان او ځينې نور توکي ترلاسه کړل.

د مرستو د وېش پر مهال د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تر دې مخکې هم په مرکز او ولایتونو کې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS