د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د یار خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۲۰۰) تنو کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، ووېشل.
د یادو مرستو وېش پر مهال د دې وزارت د پر مختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او اروزنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست کارکوونکو او همداراز د یار خیریه مؤسسې مسؤلینو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د یادې مؤسسې له لوري (۲۰۰) تنو یتیمانو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.