د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۱۵۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د معلولینو د لاسنیوي په موخه پر (۱۵۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، د ویلچرونو سربېره هر معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د ویلچرونو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفی الله سدید او د یاد ریاست کارکوونکو هم شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دې مخکې هم په مرکز او ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو معلولینو ته، ساده او برېښنایي ویلچرونه وېشلي دي، څو هغوی وکولای شي په ژوند کې له اسانتیاوو او مناسبو امکاناتو څخه برخمن او د ورځیني ژوند ستونزې یې حل شي.