د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د (۷۶۵) تنو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۲۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۷۶۵) تنو یتیمانو باندې  مرستې ووېشلې، چې هر مستحق ته (۲۹۷۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادو مرستو یوه برخه پنځوس (۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته په فزیکي ډول ووېشل شوه، او پاتې برخه یې د بانکي سیسټم له لارې د مستحقو یتیمانو بانکي حسابونو ته انتقال شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د اسلامي هوساینې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS