د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کاري ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا لپاره نوی آمر معرفي شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دمقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سیف الدین د کارکوونکو چارو په ریاست کې د کاري ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا  د نوي آمر په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا اړوند کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي او خپلې چارې يې پېل کړې.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کارکوونکو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د کارکوونکو د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي او د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو شتون درلود.

محترم مولوي کلیم ‌الله افغان د کاري ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا د نوي آمر په تېرو فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: محترم مولوي سیف‌الدین د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې زیاته تجربه لري او تل یې خپل سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ ترسره کړي دي.

هغه د کارکوونکو چارو ریاست له کارمندانو وغوښتل چې له نوي آمر سره د چارو په ترسره کولو کې بشپړه همکاري او همغږي ولري، څو کارونه په منظم ډول پرمخ ولاړ شي او د ادارې موخې په ښه توګه تر لاسه شي. همدارنګه یې یادونه وکړه چې د ټولو کارکوونکو همکاري د دې لامل کیږي چې مراجعینو ته غوره او مؤثر خدمتونه وړاندې شي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې پروګرام کې د کارکوونکو چارو د ریاست د اساسي موخو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د کارکوونکو د چارو ریاست اساسي دنده دا ده چې بشري سرچیني داسې تنظیم کړي چې یو منظم تشکیلاتي جوړښت رامنځته شي، د وظیفوي تداخل مخنیوی وشي او په بستونو کې مسلکي، ژمن او کاري اصولو او د ادارې اړتیاوو سره سم کسان وګمارل شي، چې د هرې ادارې د پرمختګ او ودې لامل وګرځي.

د کارکوونکو چارو رئیس د بریالیو مدیرانو په ځانګړتیاوو هم خبرې وکړې او ویې ویل: بریالي مدیران خپل ټول تمرکز او پاملرنه د خپلو موخو د پرمختګ پر لور معطوفوي، ابتکار لري او خپلې دندې په بشپړې همغږۍ، مسؤلیت‌پذیرۍ او اخلاص سره ترسره کوي.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي، محترم مولوي سیف ‌الدین ته د ظرفیت لوړولو او ادارې پراختیا د نوي آمر په توګه مبارکي وویله او له هغه یې وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړه همغږۍ او اخلاص سره ترسره کړي ترڅو د ادارې موخې په ښه ډول تحقق ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS