د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، د چارو د لاښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په هکله ټینګار وشو.
همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د وزارت د چارو د لا اغېزمنتيا په موخه خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.
