د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د دارالصدقه خیریه بنسټ له لورې پر یو سل او پنځه شپیتو تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه وویشل شول

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۹:۷
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي عبدالنافع منتفع، د اجتماعي خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني او  د دارالصدقه خیریه بنسټ مسؤلینو او د یاد بنسټ یو شمېر کارکوونکو شتون درلود.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دارالصدقه خیریه بنسټ له خوا په مستحقو معلولینو د ویلچرونو د ویش په اړه خبرې وکړې او د نوموړي خیریه بنسټ له مرستو یې مننه وکړه نوموړي همداراز زیاته کړه: معلولین او یتیمان حرفوي زده کړو او خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د ياد خیریه بنسټ له مسؤلينو څخه یې وغوښتل تر څو له معلولينو او يتيمانو سره د حرفوي زده کړو، خوراکي توکو او جامو په برخو کې مرستې  وکړي.

په دې پروګرام کې د دارالصدقه خيريه بنسټ مشر جمشيد ايوبي هم خبرې وکړې او د يادو مرستو د ويش په برخه کې يې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: دارالصدقه خیریه بنسټ هوډ لري چې د یادو مرستو سربیره، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو او د خوراکي توکو په برخو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS