د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د کنړ ولايت له والي سره ليدنه وکړه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت له والي الحاج مولوي قدرت‌الله ابو حمزه سره وکتل او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د مناسبې ودانۍ د نشتون ستونزه یې ورسره شریکه کړه او د ریاست لپاره یې د مناسبې ودانۍ غوښتنه وکړه، تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته لا غوره خدمتونه وړاندې شي.

په ورته وخت کې د کنړ والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د مناسبې ودانۍ د برابرولو په برخه کې د‌ هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي د کنړ ولايت له والي سره ليدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د انساني مرستو ټولنې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د (۱۷) زره او (۸۳۳) ډالرو په ارزښت د انساني مرستو ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د تیلو چمتوکولو او تدارک په موخه د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پټرول او ډیزل تېلو د چمتوکولو او تدارک په موخه د آفر پرانیستنې غونډه، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS