د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري نن ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر (۲۰۴۵) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو ته د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی څخه د هر اړخیز ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په ننګرهار، هلمند، لغمان، بامیان، سرپل، پکتیا، خوست، فاریاب، پکتیکا، کنړ،بغلان، غزني، زابل او کاپيسا ولایتونو کې پر (۲۰۴۵) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل چې د دې سره به نه یواځې دا چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره فزیکي او تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شي بلکې هغوی به وکولای شي په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او خپل حقونو ته په ښه توګه لاسرسی ومومي.
د یادو ویلچرونو د وېشلو پروسه په پورته ذکر شويو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو له لوري په شفاف او منظم ډول پر مخ یوړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ویلچرونو سربېره هر مستحق معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.