د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د یتیمانو، کونډو او معلولینو د قانون د مسودې په موخه غونډه ترسره کړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۳۷
mmd

په هغه غونډه کې چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د قانون د مسودې په هکله د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثنا‌ء الله فرقاني او د عامې روغتیا وزارت، د کور او ښار جوړونې وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د پوهنې وزارت، د افغاني سره میاشتې ټولنې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د پاسپورټ عمومي ریاست، د کابل ښاروالۍ او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست استازو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یتیمانو، کونډو او معلولینو د قانون د مسودې پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او هغوی ته د لا آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د یاد قانون مسوده ترتیب کړه او د ننۍ غونډې اصلي موخه دا ده چې اړوند وزارتونه او ادارې د یاد قانون د مسودې په ترتیب کې همکاري وکړي.

شیخ صاحب زیاته کړه: ښه به دا وي چې اړوند وزارتونه او ادارې به د پورتنۍ مسودې په اړه په پوره همغږۍ کار وکړي، څو په دې برخه کې یو جامع او هر اړخیز قانون ترتیب او دې اغېزمن قشر ته لا ښه خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شي.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم خبرې وکړې او ویې ویل: سره له دې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې مشخصې کړنلارې او پروسیجر له مخې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته میاشتنۍ نغدي مرستې د بانکي سیسټم له لارې په شفاف ډول تادیه کوي او په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه غوښتنه کوي چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د قانون د مسودې د لا زیاتې بډاینې په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو په پایله کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو جامع او هراړخیز قانون چمتو شی.

دغه راز په دې غونډه کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بشري سرچينو رئيس محترم مولوي محمد موسى صديقي له خوا د دغې مسودې موضوعات په ماده وار ډول غونډې ته وړاندې شول او د غونډې ګډونوالو خپل نظريات او وړاندیزونه شريک کړل، په ورته وخت کې د یادو وزارتونو او ادارو استازو ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS