د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۵۹
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې د استازي محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کندز، هلمند، میدان وردک، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې (۱۶۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره اته (۸) ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم ملا صدوخان حق‌ شناس د یادې مؤسسې له مسؤل څخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه او زياته یې کړه: یتیمان، کونډې او معلولین د ټولنې هغه قشرونه دي، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او باید د هغوی څخه په سمه توګه ملاتړ وشي.

محترم همايون نوري د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې استازي هم ژمنه وکړه، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ به د مرستو برابرولو په برخه کې نورې هڅې هم وکړي.

د یادې پروژې مجموعي لګښت (۷) میلیون او (۶۱۸) زره او (۳۸۰) افغانۍ کېږي چې د يادو ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د (۹۳۳) تنو یتیمانو لپاره د مرستو د برابرولو په موخه، د (۳۵) زره او (۹۶۵) ډالرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د میدان وردک ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ترسره شوې کړنې او اجراآت بررسي شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس. . .

BACK TO NEWS