د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لاښه والي او د کارکوونکو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د مکتوبونو پر وخت ځوابولو، د واضح او مسلکي راپورونو د لیکلو، د مسلکي سپارښتنو په ورکړه، د تفتيش پرمهال د ښه سلوک، د حاضرۍ پر پابندي، د اداري نظم مراعتولو او د اداري بهیر د لا ښه سمون لپاره اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
د غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو د تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالی د غونډې ګډونوالو ته یې دیني ارشادات وړاندې کړل.
په پای کې د غونډې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د بحثونو وروسته، د کورنۍ پلټنې د محترم رئیس لخوا اړینې پرېکړې وشوې او اړوند کارکوونکو ته یې د عملي کولو په پار سپارښتنه وشوه.
