د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا د لوړولو په موخه زده‌کړه‌ ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۴۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري، د فورمو په وېشلو سره زده‌کړه ‌ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه، په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې محترم پلاوي، د دې وزارت د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ادارې پراختیا او ظرفیت لوړولو آمر محترم عزیز احمد احمدي او د یاد ریاست کارکوونکو شتون درلود.

د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د کارکوونکو زده‌کړه‌ ییزې اړتیاوې وپېژندل شي، د هغوی د مسلکي مهارتونو کچه وارزول شي، همدارنګه د ادارې هغه برخې چې پکې کمزورتیا یا خلا شتون ولري، په دقیق ډول تشخیص او د دې اړتیا سنجونې پر بنسټ به اړین روزنیز پروګرامونه ترتیب او تطبیق شي، تر څو د کارکوونکو مسلکي او مهارتي وړتیاوې لوړې او د اداري سیستم مؤثریت نور هم زیات شي.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د هیواد د تېرو جګړو له امله د اداري جوړښتونو د زیانمن کېدو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه د اداري چارو د اصلاح، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او مراجعینو ته د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډیر ارزښتناک دي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له محترم پلاوي یې غوښتنه وکړه چې دا لړۍ لا پراخه کړي تر څو یو فعال او ځواب ‌ویونکی اداري سیسټم رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۴
Background image

په بغلان ولایت کې يو شمېر مستحقو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د یاد ولایت اړوند پر یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د هلمند ولايت ګرمسیر ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس سفر

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چې د یاد رياست آمر او اجرائيه مدیر یې ملتیا کوله، ګرمسیر ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت څخه لیدنه وکړه، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند کونړ ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند کونړ ولایت ته یې د سفر پر مهال په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته د نوې ځانګړې شوې  ودانۍ څخه ليدنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS