د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې با صلاحیته پلاوي په کنړ ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه څیړنه او ارزونه وکړه.

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۵:۱۷
mmd

د ارزونې او پلټنې د پلاوي  په ترکیب کې چې مفتي عبدالاحد مسعود دعوت او ارشاد رئیس، کریم الله فاروقي د بشري سرچینو ریاست د سوانحو آمر، قاري سیداسحق سعید د تطبیقي پلانونو د څارنې او ارزونې آمر شامل دي، او مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلی مولوي نورالحق حقاني کوي.

نوموړي پلاوي د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل په موخه د کنړ ولایت له والي ښاغلي مولوي احمد طه قادري سره وکتل.

په یاده کتنه کې د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په هکله هر اړخیز بحث وشوو، په دې کتنه کې د کنړ ولایت په دفترونو کې د اووه سلنه تحصیل یافته معلولیت لرونکو وګړو د ګمارنې په هکله هم خبرې وشوې همدارنګه د خیریه بنسټونو لخوا د معلولینو او یتیمانو کورنېو سره د مرستو نه ویشل او په ولسوالیو کې د اړوند ریاست د مدیرانو لپاره د دفترونو نشتوالي ستونزې له والي سره شریکې کړل شوې.

په یاده غونډه کې د کڼړ والي ښاغلي مولوي احمد طه قادري د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست غړي ښاغلي محمد فاروق ځلاند د نوموړي ریاست  کارکوونکو ته د مدیریت اصولو د زده کړې په موخه یو ورځنۍ ورکشاپ هم وړاندي کړ. چې په یاد ورکشاپ کې کارکوونکو ته د ادارې اصولو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

په پام کې ده چې د څارنې او ارزونې ځانګړی  پلاوې به د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه هم ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS