د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو نوی آمر معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۱۳
mmd

د نوي آمر په معرفي غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني او د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده حضور درلود.

محترم مولوي امان الله جمالي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او هدايت پر اساس د یاد وزارت د کورنۍ پلټنې په رياست کې د مرکزي مفتشینو د نوي آمر په توګه د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي لخوا معرفي او په کار یې پېل وکړ.

د نوي آمر د معرفي پر مهال محترم مولوي محمد موسی صديقي د ورسپارل شوېو چارو پر مخ وړل یو ستر او دروند مسؤلیت وباله او د مفتشینو د نوي آمر څخه یې وغوښتل تر څو  ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښې همغږۍ ترسره کړي او د چارو پر مخ وړلو کې یې ورته د الله جل جلاله څخه د مزید توفیق غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي امان الله جمالي تر دې مخکې د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS