د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په مشرۍ باصلاحیته پلاوي په پروان ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیز ډول وڅېړل.

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۷:۴۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ یو پلاوی چې پروان ولایت ته په سفر دې، د نوموړي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنۍ په هر اړخیزه توګه وڅیړلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د نوموړي ریاست د کاري بهیر د څیړلو پر مهال چې د یاد  وزارت د بودیجې په اړه څرګندونې کولې، ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه په ټولیزه توګه د هېواد د داخلي عوایدو څخه تمویل کیږي.

نوموړي همداراز د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو د یاد وزارت د کړنلارې سره سم، معلولیت لرونکي وګړي او یتیمان په پوره دقت سره ثبت او د تثبیت شویو کسانو حقوق او امتیازات په پر وخت او شفاف ډول ورکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني د یتیمانو او معلولینو دتثبیت په پروسه کې د رونټیا د رامنځته کولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: باید یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمتونه د وزارت د طرحې او کړنلارې سره سم وړاندې کړل شي، تر څو یاد کسان وکولې شي پر وخت او شفاف ډول خپل حقوق او امتیازات ترلاسه کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس سره راغلي پلاوي په دغه ریاست کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو اسناد و څیړل او د تثبیت په پروسه کې د شفافیت د شتون د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په هکله پوښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د باصلاحیته پلاوي په ترکیب کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني د معلولینو د تثبیت آمر حافظ عبدالکریم او همدارنګه د څارنې او ارزونې ریاست غړی شامل دې چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان کوي.

یاد پلاوي تیره ورځ د پنجشیر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه په هر اړخیز ډول څیړنه وکړه او په پام کې ده یاد پلاوی به په کاپیسا ولایت کې د وزارت اړوند ریاست کاري بهیر هم وڅیړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS