د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۸:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې شول، په دې غونډه کې په یاد وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو د اصولو د تطبیق په اړه هراړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د مکافاتو او مجازاتو د تطبیق په برخه کې باید لازم تدابیر ونیول شي او هغه کسان چې په خپلو ورسپارل شویو چارو کې وړتیا ښيي، ستاینه وشي تر څو د نورو لپاره غوره مثال وګرځي او په دې توګه د وزارت پاتې کارکوونکي خپلو چارو د ښه سرته رسولو ته متوجه کړای شي. همداراز هر هغه څوک چې په خپلو دندو کې غفلت او بې غوري کوي، د ادارې له اصولو سره سم په ترتیب سره لومړی توصیه بیا تادیب، په شفاهي او یا کتبي ډول اخطار، کسرمعاش، تنزیل، تبدیلي او بالاخره د نه جبرانېدونکي سرغړونې په صورت کې له دندې څخه ګوښه کیږي.

په دې غونډه کې په یوه کورنۍ کې د څو تنو مجردو شهیدانو د تثبیت نویو فورمو د ترتیب او جوړولو په هکله هراړخیزې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د هغوی د تثبیت فورمې دې په جامع او هراړخیز ډول ترتیب شي تر څو په راتلونکي کې د فورمو په جوړښت کې تغییر او بدلون ته اړتیا ونه موندل شي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یوه کمېټه وټاکل شوه، چې د یادو فورمو د چمتو کولو لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د هغو معلولینو او یتیمانو په اړه چې په ولایتونو کې په الکترونیکي سیستم کې ثبت کیږي او د هویت کارتونه ترلاسه کوي، له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د انتقال په صورت کې د هغوی معلومات د اړوند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره شریک شي او د اړتیا په صورت کې، ولایتي رئیسان کولای شي د کار بهیر چټکولو او معلوماتو شریکولو په موخه له وآټساپ څخه کار واخلي.

په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه هغه معلولين چې په دولتي ادارو کې په رسمي توګه په دندو ګمارل شوي دي هم کولاى شي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مياشتنيو نغدي مرستو څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه پر (۴۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، د دې ترڅنګ هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس د چارو ادارې لوی ریاست د ملکي خدمتونو د حقوقي او پالیسۍ چارو ریاست له مرستیال سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ملکي خدمتونو د حقوقي او پالیسۍ چارو ریاست له مرستیال محترم عزت الله امان او راغلي پلاوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د. . .

BACK TO NEWS