د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تشکیلاتي طرحې جوړښت په تړاو غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم ګډون درلود.
د غونډې اساسي موخه د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د وزارت د تشکیلاتي طرحې د جوړښت او تنظیم بررسي وه.
په غونډه کې ګډونوالو د تشکیلاتي جوړښت پر څرنګوالي او اصلاح، د تشکیلاتو د لا معیاري کېدو او د وزارت له اړتیاوو سره سم د سمون پر موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
