د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په غزني ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۵:۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په مشر‎ۍ‎ باصلاحیته پلاوی چې په ترکیب کې د ټولنیزو چارو د خدمتونو رئیس ښاغلی مولوي ثنا‌ء الله فرقاني او د اداري خدمتونو ریاست انجنیران شامل وو، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

په ورته وخت کې یاد پلاوي چې د غزني ولایت د شهیدانو چارو ریاست وارسي کوونکي ښاغلي مولوي سید محمد ابوعرفان یې ملتیا کوله د (۵۰۰) جریبه ځمکه چې د شهیدانو د کورنېو د ښارګوټي لپاره په غزني ولایت کې وقف شوې وه لیدنه وکړه او د یادې ځمکې څخه د احاطې لمړنۍ سروې ترسره او ټول لګښتونه یې په هراړخیزه توګه وارزول شول.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اداري کارمندانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې  د معلولینو د ثبت د فورمو، په نوې پروسه کې د یتیمانو د ثبت نام څرنګوالی، د چارو د ښه پرمخته وړلو په موخه د ادارې او منجمنت په برخه کې لازمې لارښوونې او همداراز د دندو د لایحو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همداراز د یاد ریاست کارکوونکي وهڅول تر څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه او اغیزمنه توګه سرته ورسوي او د مراجعینو سره له غوره او نیکو اخلاقو څخه کار واخلي. همداراز نوموړي ټینګار وکړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته خدمتونه پروخت وړاندې او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د خنډ او ځنډ څخه مخنېوی وکړي.

په ورته وخت کې دغزني ولایت والي ښاغلي حافظ محمد جان عمري د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو له ۲۷ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه، نوموړي همداراز د هر شهید کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه او ژمنه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به، ورته مرستې د شهیدانو له نورو کورنیو سره هم تر سره کړي. نوموړي همداراز د یادو مرستو د ویش پر مهال دیتیمانو له کورنیو څخه غوښتنه وکړه تر څو د یتیمانو د ښې پالنې او روزنې په برخه کې پوره زیار وباسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS