د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۵) ميليونه او (۷۷۳) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۸:۵۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوی په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۵) میلیونه، (۷۷۳) زره او (۹۰۰) افغانيو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئيس محترم قاري عبیدالله فيصل ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به یې په فاریاب، ننګرهار، هلمند او پنجشېر ولايتونو کې (۱۶۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شويو هېوادوالو ته (۸) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

همداراز په ننګرهار ولايت کې به (۲۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي په موخه خوراکي توکي چمتو شي.

د یاد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د خیریه مؤسسې له لوري يتيمانو، کونډو او معلولینو ته د دوامداره مرستو څخه د قدرداني ترڅنګ، د یاد قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: زموږ د ټولو مشترک هدف دا دې چې د شهیدانو ورثه‌‌ وو او معلولینو ستونزو ته ښه رسېدګي وشي او هغوی ته لازم خدمتونه وړاندې شي، نو په کار ده‌ چې په ګډه او بشپړې همغږۍ سره ورته اړینې مرستې برابرې کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت. . .

BACK TO NEWS