د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لغمان ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې سره د (۳۷۰) زره او (۹۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه‌لیک له مخې به، په لغمان ولایت کې د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او همداراز زیانمن شویو ځوانانو له ډلې څخه (۱۰۵۰) تنو ته د مسلکي استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. په دې برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د سبزیجاتو کرنې، موبایل ترمیم، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو ترمیم او نورې اړوندې حرفې شاملې دي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې رئيس محترم محمد عاطف صبوری ترمنځ لاسلیک شو، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږې د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ښه ملاتړ، د هغوی اقتصادي اړتیاوو ته د ښې رسیدګي په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار اړوند د (۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو وېش

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۵۰۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS