د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د یو میلیون (۲۰۷) زره او (۵۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۲۳۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په سمنګان ولایت کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو او د یوې میاشتې په موده کې به د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
