د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د وزارت له خدماتي برخو لیدنه وکړه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۹:۳۰
a

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د وزارت له خدماتي برخو لیدنه وکړه

نن شنبه د سلواغې ۱۱مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت کارکوونکو له کاري څانګو او د کارکوونکو وضعیت څخه لیدنه وکړه، د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې له نږدې واوريدل.

ښاغلي فاروقي د چارو د ښه او پر وخت ترسره کولو باندې ټینګار وکړ وویل؛ ټول مسولین او کارمندان باید د مراجعينو سره ښه چلند وکړي او هڅه وکړي چې د مراجعينو کار پر وخت ترسره کړي.

ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه، چې د وضعيت د ښه والي او د کارکوونکو د خدماتو وړاندې کولو ساحې د پراخوالي او چټکتيا لپاره به په ګډه کار کوي او د کارکوونکو غوښتنو او وړانديزونو لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۵
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

BACK TO NEWS