د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ عالمانو د ټولنې له پلاوي سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د مصر، لیبیا، سودان او فلسطین هیوادونو له دیني علماوو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 په یاده کتنه کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د یاد وزارت مشاور مولوي حیات الله میوند او د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش هم ګډون درلود، له راغلي پلاوي سره یې په بیلابیلو اړوندو برخو خبرې اترې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "تاسو د هغو کسانو لیدو ته راغلي یاست چې په څلویښت کلنو ناخوالو او جګړو کې یې ډیر څه له لاسه ورکړي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هغوی ته میاشتینۍ مرستې ورکوي خو هغه بسنه نه کوي." نوموړي له راغلي پلاوي څخه وغوښتل تر څو ددې مظلوم قشر غږ نړیوالو ته ورسوي.

په دې لیدنه کې یاد پلاوي د ټولې نړۍ مسلمانان سره وروڼه وبلل، هغوی د دې مظلوم قشر (یتیمانو او معلولینو) لاسنیوی او له هغوي سره مرسته کول اړین وباله او ژمنه یې ورکړه تر څو د هغوي غږ تر نړیوالو ورسوي.

ددې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم خبرې وکړې او د دوست هیوادونو د سفیرانو په همغږۍ او همکارۍ د شویو مرستو څخه یې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه په شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د ثبت شویو کسانو( کونډو، یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو) کره معلومات له یاد پلاوي سره شریک کړل.

په پای کې نوموړي پلاوي ژمنه وکړه تر څو د مرستو په راجلبولو او همغږۍ کې به پوره هڅې تر سره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښۍ رسیدګۍ په موخه د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۳۷۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اوړه،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

په تخار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او یو. . .

BACK TO NEWS