د شهیدانو او معلولینو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند په بادغیس ولایت کې د یو شمېر فدایانو او متعدد مجردو شهیدانو له کورنېو سره له نږدې وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند بادغیس ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د دې ولایت مرکز او ابکمري، بالامرغاب، جوند، غورماچ او قادس ولسوالېو کې د یو شمېر فدایانو او د متعدد مجردو شهیدانو له کورنېو سره له نږدې وکتل، د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه، کورنېو ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او د یادو کورنېو سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د فدایانو او متعدد مجردو شهيدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: "تاسو د اسلامي نظام لپاره قربانۍ ورکړي دي اوس خپل د نظام مشرانو ته دعاوې وکړئ