د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ښارګوټو په وېش کې همکارۍ ته چمتو يو
د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ښارګوټو په وېش کې همکارۍ ته چمتو يو
نن شنبه د چنګاښ په ۵مه، د شهيدانو او معلولينو چا و وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جميلې نورستانۍ د ملي پراختيا شرکت له تخنيکي مرستيال انجينر سيد نسيم خليق سره ناسته وکړه او د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د سرپناه په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.
آغلې نورستانۍ د شهيدانو وارثين او معلوليت لرونکي وګړي د ټولنې تر بل هر قشر زيات د سرپناه مستحق وبلل او په دې برخه کې ګډکار يې د دولتي ادارو مهم مسوليت وګنه.
نوموړې د پراختيا ملي شرکت څخه وغوښتل، چې په جوړيدونکو ښارګوټو کې کې دې ددې قشر ونډه په پام کې ونیسي او د قانون په چوکاټ کې دې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
ورپسې د ملي پراختيا شرکت تخنيکي مرستيال انجينر سيد نسيم خليق د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وروستي فعاليتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له خپله اړخه يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي خليق زياته کړه، چې د پراختيا ملي شرکت زياتره فعاليتونه تطبيقي دي او د ماليې، ځمکو او ښارجوړولو او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره به په ګډه له شته امکاناتو د ګټې اخيستنې په صورت کې به د ياد قشر لپاره د ښارګوټو د ويش په بهير کې د لازمو اسانتياوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړو.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د شهيدانو او معلولينو چارو، د ځمکو او ښارجوړولو وزارتونو او د ملي پراختيا شرکت د تخنيکي کميټو ترمنځ به په نږدې راتلونکي کې ناسته وشي او د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره به د قانوني ونډې ترڅنګ، پر نورو ميکانيزمونو او تګلارو بحث وشي، ترڅو پر مټ يې يوه ښکاره او مشخصه حللاره وموندل شي.
