د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ چټکه شي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۱۲:۵۱
jj

د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ چټکه شي

نن پنجشنبه د وږې(سنبلې) په ۶مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت، د نظامي شهيدانو او معلولينو د انسجام مرستیالې صبرۍ اندړ، د وزارت برېښنایي پېژندپاڼو او برېښنايي سيسټم مسؤلو چارواکو سره ناسته وکړه او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې يې د اسانتياوو په رامنځته کولو او د پروسې پر روڼوالي ټينګار وکړ.

آغلې صبرۍ اندړ ددې پروسې له اړوند چارواکو وغوښتل، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره دې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ چټکه، دقيقه او هر چا ته د په خپل نوبت پېژنډپاڼه ورکړل شي.

ددې په خبره، چې له دې سره به د شهيدانو ورثين او معلوليت لرونکي وګړي سيسټم ته دننه او مستحقين به پر خپل وخت حقوق او امتيازات ترلاسه کړي. نوموړې ژمنه وکړه، چې په خپل وزارت کې به د شهيدانو او معلولينو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د پروسې د چټکتيا لپاره ټولې اسانتياوې برابروي، تر څو ياده پروسه ژر او په سمه بڼه پلې شي.

د يادولو ده، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت، د راتلونکې يکشنبې په ورځ د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګرو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو چټکه نوملیکنه او وېش لړۍ پيلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS