د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کې پر (۲۱۳) تنو زده کوونکو باندې د حفظ الصحې کڅوړۍ ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۵
mmd

 د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو، د کمپيوټر، انګليسي او پښتو ژبو د زده کړه ييزو پروګرامونو په (۲۱۳) تنو زده کوونکو باندې د (HHRD) مؤسسې له لوري د حفظ الصحې توکي چې په هغه کې شامپو، صابون او ځینې  نور شیان شامل وو، ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې دغه توزیع د یاد مرکز  رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د ټولنيزو خدمتونو رياست استازي محترم شيرين آغا او د مؤسسې مسؤلینو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

BACK TO NEWS