د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ميدان وردګو ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۲۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند ریاست د کاري بهير څخه ليدنه وکړه او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته يې  د لا ښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د یاد ریاست مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدا راز محترم وزير صاحب د یو پروګرام په ترڅ کې چې میدان وردګو ولایت د والي مرستيال محترم حافظ سید الرحمن او دکليو او پراختیا رئيس محترم الحاج مولوي وحید الله راشد حضور درلود له دریو (۳) تنو مجاهدینو سره چې سترګې یې په جهاد کې نابینا شوې وې، له هر یو سره یې یولک او پنځوس زره  (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو ته سفر کړی وو او د یادو ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو د کړنو او فعاليتونو څرنګوالی ارزولی او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د یادو رياستونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS