د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د شوې هوکړې له مخې به معلولينو ته کاري غرفي وويشل شي

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۲۴
a

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د شوې هوکړې له مخې به معلولينو ته کاري غرفي وويشل شي

نن يکشنبه د چنګاښ په ۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جميلې نورستانۍ د کابل ښاروالۍ رياست د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستيال سرڅيړونکي محمد فاضل شريفي سره ناسته وکړه او معلوليت لرونکو وګړو ته د کاري غرفو د ويش په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.

په پيل کې آغلې نورستانۍ د کابل ښار په ۲۲ ناحيو کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د کاري غرفو د ويش پر چټکوالي ټينګار وکړ او له کابل ښاروالۍ يې په دې برخه کې د همکارۍ او لاسنيوي غوښتنه وکړه.

د آغلې نورستانۍ په خبره، چې د معلوليت لرونکو وګړو د بې کارۍ ستونزه جدي ده او د حل لپاره يې د ښاروالۍ په ګډون ټولې دولتي ادارې يو ډول مسووليت او مکلفيت لري.

ورپسې ښاغلي شريفي په هېواد کې بې کاري د هېوادوالو لپاره ننګونکې وبلله او په ځانګړي ډول يې د معلوليت لرونکو وګړو د ژوند په تړاو يې ژوره اندیښنه وښوده.

د نوموړي په خبره، چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د يوه ښه همکار او ددې قشر پر وړاندې د مسوول ارګان په توګه د ښاروالي رياست هڅه کوي، چې د دوی لپاره د شته امکاناتو څخه په ګټنې د کاري زمينو په هکله اړين ګامونه واخلي.

ښاغلي شريفي څرګنده کړه، چې د ښاروالۍ رياست د نوې تګلارې تر بشپړيدو وروسته به د نويو ميکانيزمونو او برېښنايي سيسټم پر بنسټ، د لاس پلورونکو نومليکنه پيلوي او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د شوې هوکړې او په قانون کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ورکړل شوې ونډې له مخې به د نورو هېوادوالو ترڅنګ، دوی ته هم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کاري غرفې وويشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS