د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د جګړو ځپليو (۱۰۰) کورنيو ته مرستې وويشلې

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۹:۵۳
س

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د جګړو ځپليو (۱۰۰) کورنيو ته مرستې وويشلې

نن پنجشنبه د کب په ۱۴مه، د ترکيې هيواد سرې مياشتې په همکارۍ، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت پر جګړو ځپليو سلو کورنیو باندې غيرنغدي مرستې وويشلې.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستیالې جمیلې نورستانۍ د مرستو د ويش پر مهال وويل: چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت هڅه کوي، څو د ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره لا نورې مرستې را جلب کړي.

آغلې نورستانۍ زياته کړه، چې دې دا ډول مرستو د زياتوالي او دوام لپاره يې هلې ځلې چټکې روانې دي.

همدارنګه په افغانستان کې د ترکيې هيواد سرې مياشتې رئيس فريد احمد ضيا وويل: چې د ترکيې سرې مياشتې اداره ژمنه ده، څو په افغانستان کې د شهیدانو ورثې او معلولينو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې برخه کې يې د غوره همغږۍ د رامنځته کولو له امله د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي او دوام ټينګار وکړ.

د يادولو وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو سره د مرستو د ويش لړۍ دوام ولري.

_____________________

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS