د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر له مستوفي سره وليدل

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۴۷
d


د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر له مستوفي سره وليدل

نن دوشنبه (۳۱وږې)، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، لعل الدين آريوبي لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې، له والي او د اسنادو د څېړنې کميسيون د غړو له کتنو وروسته، د لوګر ولايت له مستوفي سره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او بانکي سازۍ په تړاو ناسته وکړه.
په ياده ناسته کې، چې د لوګر ولایت مرستیاله او د لوګر د شهيدانو او معلولينو چارو آمر يې هم ملتيا کوله، ښاغلي آريوبي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې له محترم مستوفي سره شريکې کړې.
د لوګر مستوفي له ښاغلي لعل الدين آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د لوګر جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې د ساده سازۍ او بانکي سازۍ بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

په غزني ولايت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم. . .

BACK TO NEWS