د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پېل کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۷:۵۹
mmd

د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنې روزنیز پروګرام د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په لاره اچول شوی چې په دې پروګرام کې به (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته په دوو حرفو ( د مبایل ترمیم او خیاطۍ) زده کړې ورکړل شي.

د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش،  د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې مسؤل محترم شاکرالله امین او د دې ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول په هېواد کې د فقر او بیکارۍ د کچې په را ټیټولو کې خورا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

په ورته وخت کې د یادې خیریه مؤسسې مسؤل په دې ریاست کې د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول یوه امتحاني دوره وګڼله او ډاډ یې ورکړ چې په دویم پړاو کې به زیاتو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS