د رهبري شورا فوق العاده غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۱:۵۵
mmd

وزارت د رهبري شورا فوق العاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د ټولو ریاستونو کاري پلان، ګزارش او لومړيتوبونه واورېدل شول.

 

د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر، ملا عبدالمجید اخوند د شهیدانو وارثین او معلولین یې د ټولنې اغېزمن وګړي وګڼل.

 

د غونډې په لړ کې د معلولینو او یتیمانو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او خبرې وشوې. او همدارنګه د معلولیت ملي سټراټیژي دې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو په بنسټ جوړه شي او د تصویب لپاره دې ریاست الوزرا ته وړاندې شي.

 

په نننۍ غونډه کې د معلولیت د نړیوالې ورځ (3 ډسمبر) د تجلیل پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS